د ستراتيژيک تړون پر وړاندې لاهم خنډونه پراته دې
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

 که ځه هم د ستراتيژيک تړون پروړاندې دوه مهم خنډونه پراته وو، چې يو يې افغانستان ته د زندانونو سپارل و او بل يې د شپنيو عملياتو مشري وه. په داوړو برخو کې د توافقاتو په لاسليک کېدو سره دغه خنډونه اوس لرې شوي او ویل کیږی چی ستراتيژيک تړون به د می په مياشت کې د شيکاګو کنفرانس په درشل کې لاسليک شي خو اوس ده یو بل خنډ په باب چی هغه په افغانستان کی دامریکی دنظامی اډو موضوع ده چی دم ګړی په رسنیو کی ډیری ځرګندونی ورباندی کیږي ،په ستراتيژيک تړون کې تر ګردو مهمه او حساسه مسئله پوځي دايمي اډې وې. له همغه پيله چې کله د ستراتيژيک تړون په اړه بحث کېده، نو د پوځي دايمي اډو خبره کېدله او له ستراتيژيک تړون سره مخالفت، اندېښنې او ويرې ټولې له دې امله تړلې وې، چې په دې تړون کې پوځي دايمي اډې وې. خو اوس چې له ستراتيژيک تړون څخه پوځي دايمي اډې ايستل شوي، نو ددې تړون ارزښت به د امريکا او افغانستان لپاره څه وي؟، اوس ستراتيژيک تړون داسې لاسليک کيږي چې له همدې اړخه را زېږدونکې ستونزې او اندېښنې له منځه ولاړې. په ستراتيژيک تړون کې ټول امتيازات تر اوسه پورې افغان دولت ته ورکړل شوي او د خپرو شوو معلوماتو له مخې له اډو پرته ستراتيژيک تړون هيڅ داسې څه نه لري چې د امريکا امتياز وګڼل شي او د افغانستان په زيان وي. په دې تړون کې امريکا له افغانستان څخه سياسي ملاتړ کوي، له دې هېواد سره اقتصادي مرستې کوي، افغان امنيتي ځواکونه روزي او دغه راز له افغانستان سره نورې مرستې کوي، سره له دې چې افغانستان لاسته راوړنې لري، خو دا نشو هېرولاى چې امريکا ښايي د ځينو سياسي دلايلو له مخې پوځي اډې له ستراتيژيک تړون څخه ايستلي او دا هم شونې ده، چې په تړون کې له پوځي اډو وړاندې غواړي په افغانستان، امريکا او سيمه کې دغه اډو ته عامه ذهنيت تيار کړي. له بله اړخه امريکا په دې تړون سره په سيمه کې يو مهم ملګرى پيدا کوي او په افغانستان کې خپله کړې پانګونه ژغوري. امريکا په سيمه کې خپل پخوانى دوست یعنی پاکستان له لاسه ورکوي، د منځنۍ اسيا هېوادونه د روسيې د دريځ له امله په سيمه کې د امريکا نږدې او باوري دوست نه شي کېداى او ايران خو هسې له امريکا سره د جګړې پر پوله ولاړ دى، نو ځکه امريکا غواړي په سيمه کې د خپل نفوذ لپاره له افغانستان سره نږدې او ستراتيژيکې اړيکې ولري او همدا د امريکا لاسته راوړنه بللى شو. دغه راز ګڼې نورې لاسته راونې هم شته چې اوس نه محسوسيږي، خو امريکا يې کلونه کلونه وروسته د اوسنۍ تګلارې له امله تر لاسه کوي،دنظامی اډو په باب لاتر اوسه مکمل معلومات نه دی بیان شوې نوموړی موضوع دستراتیژیک تړون په وړاندی له خنډ بلل کیدای شې،چی کیدای دا او ځیني نور خنډونه لاهم په خپل  ځای باقی پاتې وې تیره اوونی د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان تر منځ یو موافقه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې نور په افغانستان کې د شپې د عملياتو په ګډون ټول ځانګړي عمليات د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعې له خوا ترسره کېږي.دغه راز تېر کال د کب په شلمه، د افغانستان د ملي دفاع وزير او  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ترمنځ موافقه وشوه، چې له مخې به يې د امريکا متحد ايالات د افغانستان په خاوره کې زندان نه لري او  په افغانستان کې د امريکا شته ساتنځايونه به افغانانو ته سپاري.په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو خپلسرې پلټنې، د شپې له خوا چاپې او په هېواد کې د بهرنيو زندانونو شتون، د ياد شوي ستراتيژيک تړون پر وړاندې پرتې ستونزې او هغه څه وو، چې د افغانستان حکومت يې په وار، وار د بندېدو غوښتنه کړې وه،ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي ستراتیژیک تړون به لاسلیک نه کړې د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي هم په کابل کی  یوې خبرې غونډې ته وویل، د ستراتیژیکو همکاریو په لار کې دوه پاتې لوی خنډونه، لکه د محبسونو سپارنه او د شپې عملیات، له مخې لېري شول او اوس د افغانستان حکومت تمه لري د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون د مې په میاشت کې د شیکاګو تر سرمشریزې وړاندې لاسلیک کړي، فیضي داهم ویلی دی (( سره له دې چې پر دوو اصلي ستونزو د امریکا او افغانستان ترمنځ جوړجاړی راغلی، درېمه مسله په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالو پوځي اډو لانجمنه موضوع ده خو دواړه هیوادونه به په دې اړه د شیکاګو له سرمشریزې وروسته خبرې وکړي))،فيضي داهم وايلی دی چی ياد شوى سند به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو لپاره، چې د شيکاګو په غونډه کې ګډون کوي، يو ډول تضمين وي. فيضي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ياد تړون کې د امريکا پوځي اډې شاملې دي او که نه وويل: (( په اوسني سند کې دغه اډې نه دي شاملې، د اډو څرنګوالى به د شيکاګو تر غونډې وروسته له امريکا سره د يوه ځانګړي دفاعي تړون په چوکاټ کې واضح شی))،واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو د اړتیا او د افغان چارواکو د غوښتنې او ټینګار په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ خبرې راخیستې چی وایي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدې مودې ستراتیژیکي همکاري او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور، د هېواد د ثبات لپاره اړین دي او دا به افغانانو او دغه راز د افغانستان دښمنانو ته  مناسب او پرځای پیغام ورسوي، د افغانستان دفاع وزیر د تیری سه شنبې په ورځ امریکایي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چی(( په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیات مهم نه دی، بلکه ستراتیژیکي تړاو به یي د فزیکي موجودیت او شمېر په نسبت ډېر مهم وي))

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د فو ځی اډو په اړه راز راز خبرې کړي دی. کله یې په افغانستان کې د دایمي اډو د لرلو غوښتنه په کلکه رد کړې او کله یې بیا ویلي چې له ۲۰۱۴ وروسته د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو اراده لري او ممکن شاوخوا پنځلس زره پوځیان پرېږدي چې پر دې هیواد طالبان او القاعده بیا مسلط نه شي او ضمناً دا ځواکونه افغان پوخیان او پولیس وروزي تر دې دمخه په افغانستان کي د امریکا دايمي پوځي اډې د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاریو د سند اساسي موضوع ياده سوې وه. خو په کابل کي د امريکاسفارت ویاند ویلی دی چي د کابل او واشنگټن تر منځ سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکا پوځي حضور په بر کي نه نيسي.د امريکا د پوځي حضور د دوام په اړه به د ستراتيژک سند تر لاسليکولو وروسته جلا خبري کيږيد  د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند څلور برخي لري، لکه ټولنيزه او اقتصادي پراختيا، بنسټيزه بيا رغاونه، سیمه ييزي او امنيتي همکارۍ دامریکا دسفارت دویاند  په خبره، کله چي د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک سو، څو نوري موضوعگاني به په يوه جلا «هوکړه لیک» کښي مشخصي سي چي يوه به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د شتون په اړه وي،په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حقونو د خونديتوب مسئله يوه له هغو اصلي مسئلو څخه ده چي له ارمریکايي چارواکو سره ورباندی بحث روان دئ، تيري لويي جرگې دی موضوع ته اشاره کړې ده چي وايي که امریکايي ځواکونه په افغانستان کي کوم جرم وکړي باید دلته محاکمه سي،خوداسي نه ښکاري چي امريکايان دي ددې اجازه چاته ورکړي چي يو عسکر دي ئې په بل هيواد کي محاکمه سي. يو امريکايي کارپوه کلرک په دې اړه ویلی دی چی ، فکر کوم دا خبره له تصوره وتلې ده چي امريکايان دي په دې لاره کي سازش وکړي او اجازه دي ورکړي چي د جرم په صورت کي دې عسکر په افغاني محکومو کښي محاکمه سي،دا ځکه چی د امريکا متحده ايالاتو د عراق تر جگړې وروسته خپل ټول عسکر له هغه هيواد څخه وايستل. واشنگټن له عراق څخه هغه مهال خپل ټول ځواکونه و ايستل چي د هغه هيوا په محکمو کښي ئې د خپلو عسکرو د خونديتوب په اړه څه تر لاسه نه کړل

امريکايي قوماندانان وايي چي په پام کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په هوايي، لوجستيکي، معلوماتو او تروريزم سره د مبارزې په خاطر شاوخوا ۱۵ زره سرتيري پريږدي. خو په کابل کي د امريکاسفارت وياند وايي چي نسي کولای دغه راپورونه تائيد کړي،په افغانستان کي د امریکا د دايمي پوځي اډو په اړه گاونډي هیوادونه انديښنه لري، او ايران په ډاگه د امريکا پر متحده ايالاتونو تور لگولی دئ چي په افغانستان کي له موقعيت څخه استفاده کوي او دايمي پوځي اډه جوړوي،خو سوندوال ددې انديښنو په اړه ویلی دی چی ،موږ په افغانستان کي د دايمي پوځي اډو د جوړولو په تلاښ کي نه يو او هغه ځواک چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته ئې کابل غواړي گاونډيانو ته هيڅ گواښ نه دئ. په اصل کي دغه ځواکونه به د کابل د حکومت د ملاتړ له پاره دلته وي. دا به زموږ د اطمينان له پاره دلته وي چي القاعده بيا و نه توانيږي چي په افغانستان کي ځالي جوړي کړي.پای.پای


April 16th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات